Tuesday 25 December 2012

Malalas diary : Part 2

 translated into pashto -ed note 


د ملاله یوسفزي ډائري (دویمه برخه)
 
چار شنبه، ۷ جنوری
ته سکول ته تلو په وخت یریږي نه؟
زه د محرم الحرام رخصتي تیرولو د پاره خپلي کورني سره بونیر ته راغلي یم. یونیر مي ډیر خوښ شو. دلته هر اړخ ته غرونه او شني دري دي. زما سوات خو هم ښائسته دي خو هلته امن نشته. دلته امن او کلاری ده. نه د ډزو غږ او نه ویره شته. مونږ ټول کور واله دلته ډیر خوشال یو.
نن مونږ د پیر بابا زیارت ته لاړ وو. هلته د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه وه. هغوئ خو منتونه غوښتلو له راغلي وو او مونږ سیل سپاټي له. دلته بنګړي، لښتي او لاکټي خرڅیږي. ما د سودا خیال و خو څه مي هم خوښ نه شول خو مور مي لښتي او بنګړي واخیستل.
ما یوه جیني ولیده چي سکول ته روانه وه. هغي په شپږم جمات کښي سبق ویلو. هغي ته ما غږ اوکو او تري مي اوپوښتل چي ته سکول ته تلو په وخت یریږي نه. *د چا نه؟* هغي پښتنه اوکړه. ما ویل *د طالبانو نه*. هغي ځواب راکړو *دلته طالبان نشته*.


جمعه، ۹ جنوري
مولانه شاه دوران په رخصتي لاړو
نن مي خپلو ملګړو ته د بونیر سفر په اړه اویل. هغوي ویل چي د ستا دا کیسو سره به زمونږ غوږونه کانړه شی. مونږ په ایف ایم ریډیو باندي تقریر کوونکي طالب مشر مولانه شاه دوران د مرګ په اړه خپور کړي شوي خبر باندي ښه بحث اوکړو. هم دغه کس اعلان کړي و چي جینکي به سکول ته نه ځي.
ځینو جینکو ویل چي هغه مړ شوي دي. ځینو ویل چي هغه ژوندي دي. د هغه د مړګ اوازه ځکه خپره کړی شوي وه چي هغه بیګه شپي تقریر نه و کړي. یو جلکي اوي چي هغه په رخصتي تلي دي.
جمعي په ورځ زمونږ د ټیوشن رخصتي وی ځکه مونږ نن ناوخته پوري لوبي کولي. هم دا اوس چي ما ټي وي اولګولو نو خبر راغلو چي لاهور کښي چاودني شوي دي. ما ویل، یا الله په دنیا کښي تر ټولو زیاتي چاودني په پاکستان کښي ولي کیږي.




چار شنبه، ۱۴ جنوري
کیدي شي سکول ته بیا رانشم
نن زه سکول ته تلو په وخت ډیره خپه وم ځکه چي سبا نه د یخني رخصتیاني شورو کیږي. هیډ ماسټري د رخصتیو اعلان خو اوکړو خو سکول ته د بیرته راتلو ټاکلي نیټه یئ نه اوښودله. داسي اول ځل اوشول. مخکي به تل مونږ ته د رخصتیو ختمیدو نیټه ښودل کیده. هغي د دي څه وجه خو نه اویله خو زما خیال دي چي د طالبانو له خوا د ۱۵ جنوري نه پس جینکو باندي سکول ته د تلو بندیز په وجه داسي وکړل شول.
دي ځل خو جینکي هم د پخوا په شان سکول نه چټیاني ملاویدو باندي خوشاله نه وي ځکه چي د هغوئ خیال و چي که طالبانو په خپل اعلان باندي عمل اوکو نو کیدي شي دوئ سکول ته بیا بیرته راتلو جوګه نشي.
ځیني جینکي هیله مني وي چي انشاالله فروري کښي به سکول بیا خلاصیږي خو ځیني ورکښي داسي هم وي چي د هغوئ تعلیم جاري ساتلو په خاطر د هغوئ مور او پلار سوات نه کډي کولو فیصله کړي ده.
ځکه چي نن د سکول اخري ورځ وه نو مونږ ملګرو فیصله وکړه چي نن به د سکول ډګر کښي ناوخته پوري لوبي کوو. زه هم هیله لرم چي انشاالله زمونږ سکول به نه تړل کیږي خو بیا هم چي زه کله سکول نه بهر وتم نو ما ورباندي داسي یو نظر واچولو ګواکی زه بیا دلته نه شم راتلي.

زیارت، ۱۵ جنوري
د توپو ګړز ګړوز نه ډکه شپه
ټوله شپه د توپو سخته درزا وه چي له وجي یئ زه دري واري د خوبه پاڅیدم. هم دا نن د سکول چټیاني هم شورو شوي نو ځکه زه ښه په ارام لس بجي اوچته شوم. وروستو زما یوه کلاس فیلو (د ټولګي ملګري) راغله او ما سره يئ د سکول په کار خبري اتري اوکړي.
نن نیټه د ۱۵ جنوري وه، مطلب دا چي د طالبانو هغه ګواښ اخري ورځ چي ویلو يئ و جینکي دي سکولونه ته ځي خو زما کلاس فیلو په داسي ډاډ خپل سکول کار کوي لکه چي څه هم نه وي شوي.
نن ما په ځايئ اخبار کښي په بی بی سی باندي زما ډائري هم ولوسته. زما مور زما فرضي نوم *ګل مکئ* ډیر خوښ شو او پلار ته مي یئ ویل که زما نوم بدل کړي او ګل مکئ یئ کیږدي نو ښه به وي. ما هم دا نوم خوښ شو. ما خپل نوم ځکه نه دي خوښ چي مطلب یئ *غمجنه* دي.
پلار راته اویل چي څو ورځي وړاندي هم چا ورته د ډائري پرنټ اباسلي او ښيلي و او ویل یئ * دا اوګوره د سوات یوي سکول طالبي څومره ښائسته ډائري چاپ شوي ده*. پلار مي اویل چي ما په مسکا ډائري باندي نظر واچولو خو د یري مي دا هم نه شو ویل چي *دا زما لور ده*.
ژباړه: ازاد پشتون    

-writer tweets as @azadpashtun 

No comments: