Friday 7 December 2012

Malala's diary

In a QK first one of our contributors has translated Malala Yousafzai's diaries into Pashto . Please let us know in the comments section your views on this effort -ed

د ملاله یوسفزي ډايري

سنیچر، ۳ جنوری
زه وېرېدم نو ژر ژر روانه شوم

پرون مې ټوله شپه داسې وېروونکې خوب ولیدو چي ټول ورکې فوجیان، چورلکی (هیلي کوپټري) او طالبان ښکاریدل. په سوات کښې د اپریشن شورو کیدو راهسی هم داسې خوبونه بیا بیا وینم. مور مې د ګهیځ ډوډۍ راکړه او بیا زه تیاره شوم او د ښوونځی په لور روانه شوم. ښوونځی ته تلو په وخت ډیره وېرېدم ځکه چې طالبانو اعلان کړی و چې جینکۍ دی ښوونځی ته نه ځي.
نن د ښوونځی په غونډه (اسمبلي) کښې هیډ ماسټری وویل چې د طالبانو د وېره ښوونځی یونیفارم ختمیږي او په وړندې نه د کور جامو کښې راځئ. هغې مونږ په دې هم پوهه کړو چې که په لاره کښې طالبان راشي نو څه کول پکار دي.
نن زمونږ ټولګۍ ته په اوه ویشت جینکو کښې صرف یوولس جینکۍ راغلي دي. دا شمیر ځکه کم شوی ده چې هغوي د طالبانو د اعلان نه پسته وېرېدلې دي. زما درې ملګري خپلو کډو سره پیښور، لاهور او پنډي ته ولاړو.
پاوَکم پہ یوه بجه ښوونځی نه رخصتي و شوه. د کور په لار ما د یو سړی غږ واوریدو چې ویل یي  *زه به تا نہ پرېـږدم*. زه وېرېدم او چټکه روانه شوم. چې لږه مخکی لاړم نو شاته مې اوکتل او پوهې شوم چې هغه بل چا ته دړکی کوي. ما خو ویل که ما ته لګیا دی.
اتوار، ۴ جنوری
سبا ښوونځی ته تګ دی، زړه مې درزیږي

نن رخصتي ده ځکه زه په شل منټه کم لس بجی پاڅېدم خو پاڅېدو سره مې پلار راته دا بد خبر واورولو چې نن بیا په ګرین چوک کښې درې مړي موندلی شوی دي. د دې پيښې په وجه د غرمی په وخت زما زړه خرابیدو. کله چې سوات کښې فوځي عملیات نه وو شورو شوي، هغه وخت به مونږ ټوله کورنۍ  مرغزار، فضاګټ او کانجو ته پکنک له پاره تلو. اوس وضع دومره ورانه شوي ده چې دوه کاله اوشول چې مونږ پکنک ته نه یو لاړ.
مونږ به د ماښام ډوډۍ نه پس هم چکر ته وتلو. اوس خو د حالاتو د لاسه خلک ماښام وختي کورونو ته ستانه شي. نن ما د کور چاری لاری وکړی، د ښوونځی کار مې اوکو او څه وخت پس مې وړوکي ورور سره لوبی وکړی. سبا بیا ښوونځی ته ورتګ دی او زړه مې د اوسه نه درزیږي.

ګل، ۵ جنوری
برګوترګو جامو کښې مه راځئ
نن چې ما د ښوونځی جامی راخیستو له لاس وغزاوه  نو ما ته رایاد شول چې هیډ ماسټرې ویلې وو چې بیا نه ښوونځی ته د کور جامو کښې راځئ. ما خپل زړه پوری ګلابي جامې واغیستی. ښوونځی کښې ټولو جینکو د کور کالي اغوستي وو نو ښوونځی د کور په شان ښکاریده.
په دې وخت کښې زما یوه ملګری چې وېرېدلي وه  زما خوا له راغله او بیا بیا يي ما ته د قران قسم راکولو او پښتنه یي کوله، *د خدای د پاره رښتیا رښتیا اوایه! زمونږ ښوونځی ته د طالبانو له غاړی خطره خو نشته؟* ما به ښوونځی د پاره پیسی د یونیفارم په جیب کښې کیښودی خو نن چې ما خپل لاس جیب ته اچولو کوشش کولو نو زما لاس به لاندی اوخوئیدو ځکه زما د کور جامو کښې خو د سره جیب شته هم نه.
نن مونږ ته د ښوونځی اسمبلي کښې بیا اویلی شول چې په ډیرو رنګینو جامو کښې دې نه راځو ځکه چي په دې باندی هم طالبان خپا کیدی شي.
د ښوونځی رخصتي نه پس کور ته راغلم او ډوډۍ خوړلو نه پسته مې د ټیوشن سبق اوویلو. ماښام مې چې ټي وي اولګولو نو په هغې کښې اوویل شول چې شکردرې نه پنځلس ورځني ګرځ بندیز (کرفیو) ختم شو. زه ډیره خوشاله شوم ځکه چي زمونږ د انګریزې استاذ هم د دغه ځای دي او کیدي شی هغه سبا پنځلس ورځو پس درس ورکولو د پاره ښوونځی ته راشي.
ژباړه: ازاد پشتون  
   

No comments: